پاكستانۍ لوبډلې د انډيا غرور ختمولو سره د پاكستان سر هسك كړې دې۔ سيد ساجد مهدي سليم

بورے والا۔25اکتوبر(اے پی پی) د قومی اسمبلۍ د سائنس او ټېكنالوجي قائمه كمېټۍ چئيرمېن سيد ساجد مهدي سليم پاكستانۍ كركټ لوبډلې ته هند ته په بدترينه ماتې وركولو مباركي وركولو سره وئيلي دي چې پاكستانۍ لوبډلې د هند غررو ختمولو سره د پاكستان سر هسك كړې دې ٬ د بابر اعظم او رضوان تاریخی بېټنګ د هندي باؤلرانو نه دوه او درې خطا كړې وو۔ د پاكستان په زړه پورې فتح سره هند كښې دا مهال ماتم دے۔ هغه ووئيل پاكستاني سكواډ ايماني قوت او قومي غېرت سره د دښمن هېواد په ضد كاميابي ترلاسه كولو سره دا ثابته كړې ده چې پاكستانۍ لوبډله نن هم د نړۍ د وړومبي صف لوبډلو كښې شامل ده۔ هغه ووئيل دې كاميابۍ كښې د پاك پروردګار كرم او بيا د اولس دعاګانې شاملې دي۔ هغه هيله ولرله چې كه پاك پروردګار ته منظوري وي نو د ټی 20 ورلډ كپ په نورو مېچونو كښې به هم پاكستانۍ لوبډله د كاميابو لړۍ دغسې روانه ساتلو سره ورلډ كپ په خپل نوم كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ميډيا نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې وكړه