په انګولا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 10 كسان مړه او 4 ژوبل شوي

لوانډا 25 اکتوبر(اے پي پي) په انګولا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 10 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د انګولا د پوليسو وياند وئيلي دي چې پېښه تېره ورځ د انګولا په سوئيلي سيمه كښې په قومي ستره لار رامېنځ ته شوې چرته چې يو ټرك د تند رفتار له امله يو وېن سره ټكر شو. په پېښه كښې 10 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي. د پوليسو له مخې ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي.