په انډونېزيا كښې د كارګو الوتكې لوېدو په پېښه كښې پائيلوټ مړه او معاون پائيلوټ ژوبل شوے

جكارته 25 اکتوبر(اے پي پي) په انډونېزيا كښې د كارګو الوتكې لوېدو په پېښه كښې پائيلوټ مړه او معاون پائيلوټ ژوبل شوے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د انډونېزيا چارواكو وئيلي دي چې په پاپوا ولايت كښې هوائي اډې سره نزدې كارګو الوتكه د فني خرابې له امله رالوېدلې. په پېښه كښې يو پائيلوټ مړ او معاون پائيلوټ ژوبل شوے. ژوبل شوے پائيلوټ روغتون ته رسول شوے دے.