
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د ميثاق جمهوريت په طرز په ميثاق معيشت اتفاق كولو په حاجت ټېنګار كولو سره وئيلي دې چې حکومت د معیشت دوې ٬ د توان بحران خاتمې او د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ لعنت د خاتمې په پاليسۍ روان دې ٬ سیاسي ګوندونه بايد د معيشت قوي كولو د روډ مېپ په تيارۍ كښې خپل تجويزونه وړاندې كړي٬ د مالي كال 17-2016 په بجټ كښې به عام كس ته آسانۍ وركوٶ٬ په ټېكس وركوٶنكو به كوم نوې ټېكس نه لګوٶ٬ د ټېكس نه وركوونكو په ضد به كاروائۍ كوٶ۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د ميډيا تر سېوري لاندې پري بجټ 17-2016 سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې