بشكيك 24 اکتوبر(اے پي پي) د كرغزستان صدر سدير جاپاروف وئيلي دي چې په هېواد كښې د كومې امريكائي اډې ضرورت نشته. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د كرغزستان صدر په خپل كلن خبري كانفرنس كښې ووئيل چې مونږ په كانټ ښار كښې د روسيې اډه لرو كومه چې كافي ده. ده ووئيل چې مونږ كومې امريكائي پوځي اډې ته ضرورت نه لرو.