هند په افغانستان كښې د نشه اي توكو رقم سره د خپلو روابطو ثبوت د مېنځه وړلو هڅه كوي. رپورټ

اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) هند په افغانستان كښې د نشه اي توكو د قاچاق د خپل نېټ ورك د شواهدو پټولو او په افغانستان كښې د نشه اي توكو رقم سره د خپلو روابطو ثبوت د مېنځه وړلو هڅه كوي. د كشمير مېډيا سروس لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د افغانستان څخه د امريكې او اتحاديانو د ناڅاپي وتلو په نتيجه كښې د نشه اي توكو د قاچاق د هند نېټ ورك په ډېر كمزور صورتحال كښې ښكېل شوے. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د پېسو په لالچ كښې هند د نشه اي توكو په تجارت كښې ككړ دے. د هند انټېلي جنس نېټ ورك په افغانستان كښې د كوكنارو د مصنوعاتو په منظم ډول كنټرول ترلاسه كړے. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د نشه اي توكو قاچاق انسانيت لپاره خطر دے او بايد په دې كښې ككړ خلق د قانون منګولو ته وسپارل شي او بايد نړيواله ټولنه په دې لړ كښې په سمدستي توګه اقدامات وكړي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې بايد نړۍ د نشه اي توكو د قاچاق په غېر قانوني او خطرناك كاروبار كښې د هند په ككړتيا سترګې پټې نه كړي.