په چين كښې په ودانې كښې د چاودنې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 7 ژوبل شوي

بيجنګ 24 اکتوبر(اے پي پي) په چين كښې په ودانې كښې د چاودنې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي. د چينائي خبري اژانس له مخې د رېسكيو وياند مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه د چين د لياٶننګ ولايت په وفنګدين ښار كښې رامېنځ ته شوې. د چارواكو له مخې په پېښه كښې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي.