مظفرآباد 23 اکتوبر(اے پي پي) 27م اكتوبر به تورې ورځې سره د هند څخه آزادې لپاره د لوظ د پخلې ورځې په توګه لمانځلې شي، د مقبوضه جمو كشمير اولس به د هند څخه تر مكمل آزادې خپلې هڅې روانې ساتي. د مېډيا په نوم د پاسبان جمو كشمير چيئرمېن عزيز احمد غزالي په خپل بيان كښې وئيلي دي چې د اكتوبر په 27مه نېټه كال 1947م كښې هند په جمو و كشمير قبضې لپاره خپل ځواكونو راوستي وو. د مقبوضه رياست اولس د هندوستان څخه د آزادې او خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د 74 كلونو نه لازوال هڅې كوي. ده د آزاد كشمير اولس ته خواست وكړو چې 27م اكتوبر دې تورې ورځې سره د هند څخه آزادې لپاره د لوظ د پخلې ورځې په توګه ولمانځي.