په سېنيګال كښې د مائن په چاودنه كښې 4 كسان مړه او 5 ژوبل شوي

ډاكار 23 اکتوبر(اے پي پي﴾ د لوېديځې افريقې په سېنيګال هېواد كښې د مائن په چاودنه كښې 4 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې په سېنيګال كښې وګړي په خپل ګاډي كښې د جمعې د لمونځ نه بېرته روان وو چې د اولمپانې كميون په سيمه كښې په دوي د مائن چاودنه وشوه او په نتيجه كښې ئې څلور كسان مړه او 5 ژوبل شول. د چاودنې ذمه واري لا تر اوسه چا نه قبوله كړې.