صوبائي حكومت د پاكستان او افغان ترمينځه د تجارت ودې لپاره هڅې كوي۔عبدالكريم خان

پیښور 22 اکتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی د صنعت او تجارت وياند عبدالكريم خان وئېلي دي چې صوبائي حكومت د پاكستان او افغان ترمينځه د تجارت ودې لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې د آزاد تجارت په خاطر په پوله يو شمېر لارې پرانستې شوې دي٬په دې لړ كښې به د سوداګرو مسئلې حل كړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی د صنعت او تجارت وياند عبدالكريم خان د پیښور په نجي هوټل كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تجارت ودې په اړه د مشاورتي غونډې ته د خپلې وېنا په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې افغانستان سره په معاشي اړيكو كښې بهترۍ او مينځنۍ آسيا سره د هېواد د رابطو څخه استفاد كول او د سي پېك پراخا اقتصادي صلاحيت كتلو سره پاكستان د سيمه ايزې تجارتي لارې جوړېدو ځانګړې موقعې وړاندې كوي۔ده ووئيل چې حكومت د افغانستان او پاكستان ترمينځه د تجارت ودې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړی دي