بيجنګ 22 اکتوبر(اے پي پي)د چين د خارجه وزارت وياند وانګ وين بن د چين پاكستان اقتصادي لارې په پرمختګ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي د دې فليګ شپ پروژې نوې نتيجې ترلاسه شوي او دا پروژه د اعلې معيار سره پرمختګ كوي ۔د جمعې په ورځ د ورځني بريفنګ په مهال د پاكستان د سركاري خبري اژانس(اے پي پي)د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چين د سي پېك د اعلې معيار په خپلولو او په پرمختګ خوشحاله دے۔ده د نېشنل ډوېلپمنټ ريفارمز كمېشن وياند د هغه بريفنګ په اړه هم خبرې وكړې په كوم كښې چې د سي پیك په نوي پرمختګ خبرې شوي٬د چين خارجه وزارت وياند ووئيل چين په دې خوشحاله شوے چې سي پیك نوې نتيجې ترلاسه كړي او دا پروژې د لوړ معيار نوې پراؤ ته رسېدلي كومه چې د چين او پاكستان د دوستۍ څرګندونه ده۔ده ووئيل د چين اولس به پاكستان سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمينځه په مهمو چارو شوې اتفاق عملي كولو لپاره كار كوي