ناټو به په افغانستان كښې د خپلو ناكاميو څخه زده كړه وكړي۔ سېكرټري جنرل

برسلز۔22اکتوبر(اے پی پی)د لوئيديزو هېوادونو دفاعي اتحاد ناټو سېكرټري جنرل جينز سټولن برګ وئيلي دي په افغانستان كښې تر دوو لسيزو پاتې كېدو په مهال د دفاعي كارروائيو نه مو چې كوم سبق زده كړے د هغې جاج اخستلے شي۔ د المان خپرونې ادارې له مخې د لوئيديز دفاعي اتحاد ناټو د دفاع وزيرانو په افغانستان د طالبانو كنټرول نه وروستو د زيارت په ورځ برسلز كښې په شوې اولنۍ غونډه كښې په افغانستان كښې د دفاعي كارروائيو په ناوړه توګه د ختمېدو باوجود د دفاعي اتحاد قوت زياتولو په حاجت زور راوړو۔ په غونډه كښې د ناټو دفاع وزيرانو د پوځ هر وخت چمتو پاتې كولو له د صلاحيتي اهدافو په يوه نوې منصوبه اتفاق وكړو كومو لپاره به چې د 1.2اربه ډالرو بېلولې شي۔ جېنز سټولټن برګ په دې خبره زور راوړو چې د افغانستان په اړه داختلافات لرلو باوجود به مونږ له يو موټې پاتې كېدل وي۔ د ناټو سېكرټري جنل افغانستان كښې د ناټو د 20 كلنه مشن دفاع كولو كښې ووئيل زمونږ مشن نه دې ناكامه شوے ٬ مونږ افغانستان د نړيوالو ترهګرو محفوظ ځاے جوړېدو نه وساتلو٬ مونږ په 20 كاله كښی د ناټو په كوم هم اتحادي د ترسره كېدونكي بريد مخنيوے كړے٬ مونږ چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړي هغه به برقرار ساتؤ۔ سټولن برګ ووئيل مونږ له به دا كتل وي چې د ناټو اتحادي ځواكونو په افغانستان كښې د پاتې كېدو نه كوم سبق زده كړو٬ كوم تاوان وشو او كومه ګټه