خېبر پختونخوا كښې 24 لكه زده كوؤنكو ته د 6 اربه روپو فرنيچر وركولې شي٬ اوس به كوم كوچنې په ټاټ ناسته نه كوي۔ شهرام تراكۍ

پېښور ۔22 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اېلمنټري اېنډ سېكنډري اېجوكېشن وزير شهرام تراكئ وئيلي دي چې د ټولو سركاري سكولونو ټول زده كوؤنكو ته فرنيچر وركول زمونږ هدف او د وزيراعظم عمران خان وژن دې۔ د خېبر پختونخوا اعلی وزير خصوصي هڅو سره 24 لكه نه زيات زده كوؤنكو ته د 6 اربه روپو فرنيچر وركولې شي۔ په بدله شوې خېبر پختونخوا كښې به اوس كوم كوچنې په ټاټ ناسته نه كوي۔ په اولني پړاؤ كښې به 12 لكه زده كوؤنكو ته د 3 اربه روپو او په دوهم پړاؤ كښې به نورو 12 لكه زده كوؤنكو ته د نورو 3 اربه روپو فرنيچر وركولې شي چې ورسره به نزدې 95 فيصده زده كوؤنكو ته د فرنيچر آساني ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان سره په ګورنمنټ حسنېن شریف هائیر سېکنډری سکول سټی نمبر 1 پېښور كښې سركاري سكولونو ته د فرنيچر وركولو پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقعه صوبائي وزيران ٬ د خېبر پختونخوا اسمبلۍ غړي ٬ د اېلمنټري اېند سېكنډي ايجوكېشن سېكتر ٬ ضلعي اېجوكېشن افسران او زده كوؤنكي موجود وو۔ د پرانستې دستورې ته خطاب كښې د تعليم وزير شهرام خان ووئيل د سكول نه بهر كوچنيانو لپاره ډبل شفټ سكول پروګرام پېل كړې شوې دې۔ د پروګرام په اولني پړاؤ كښې په 120 سكولونو كښې دوهم شفټ پېل كولو سره 3000 زده كوؤنكي داخل كړې شوي دي او د پروګرام دويم پړاؤ له 230 نور سكولونه ټاكلې شوي دي۔ هغه ووئيل د كوچنيانو آسانيو له د صوبې په ټولو بورډونو كښې سټوډنټس فېسیلیټېش سنټرز جوړ كړې شوي دي۔ هغه ووئيل امتحانونو كښې سپېځلتيا له د سي سي ټي وي كېمرو د لارې مانيټرنګ ممكن كړې شوې دې۔ د ډیجیټائزېشن پالېسۍ حوالې سره هغه ووئيل د خېبرپختونخوا په سركاري سكولونو كښې سمارټ سكول ايجوكېشن پروګرام پېل كوؤ۔ دې پروګرام لپاره کوډډ مائینډز او هوپ 87 ادارو سره د تفاهم يادښتونه لاس ليك شوي دي۔ ټول تمام درسی کتابونه به ډیجیټلائز كولې شي كوم به چې په وېب سائټ موجود وي۔ هغه ووئيل د رحمت للعالمینﷺ وظیفه پروګرام به ډېر زر د صوبې په ټولو سكولونو كښې پېل كړې شي۔ په سكولونو كښې مانيټرنګ لپاره ېبلټ ان اے سكول پروګرام پېل كوؤ۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د شهرام تركۍ او ايجوكېشن ټولې ډلې كاركردګي وستائله