په اسلاميه كالج پشاور كښې د اېل اېل بي ٬ شريعه اېنډ لا داخلې وځنډولې شوې

پېښور ۔22 اکتوبر(اے پی پی) اسلاميه كالج پشاور كښې د اېل اېل بي او شريعه اېنډ لا داخلې ځنډولې شوي دي۔ د داخلې ډائرېكټر محمد اقبال لخوا د جاري شوې اعلاميې لمخې د اېل اېل بی او شریعه اېنډ لا داخلې او انټرويو به په 3 نومبر د اعلی تعلیمی کمېشن لخوا د كېدونكي لا اېډمشن ټېسټ(اېل اے ټی) نتيجو نه وروستو كېږي د كوم شېډول به چې وروستو اعلان كړې شي۔