د مېرمنو انجونو حقونو ته وده وركولو له به ھڅې كول وي٬ د ملګرو ملتونو عموي سېكتر

ملګري ملتونه ۔22 اکتوبر(اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش وئيلي دي مونږ له به د مېرمنو او انجونو حقونو ته وده وركولو له هڅې كول وي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې لمخې هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې ووئيل چې مېرمنې به د خپلو حقونو نه انكار كول كله هم قبول نه كړي او هغوي بايد قبول هم نه كړي هغه كه په جنګ ځپلي هېوادونو كښې وي يا په كوم بل هېواد كښې۔ هغه ووئيل مونږ له به د هرې يوې مېرمنې او انجونو حقونو ته وده وركولو له هڅې كول وي او په دې لړ كښې به مونږ تر هغه وخت خپلې هڅې روانې ساتؤ تر كومې چې انجونې بېرته سكولونو ته تلې نه وي او مېرمنو خپلو ملازمتونو ته تللو سره په عمومي ژوند كښې په مساوي توګه شاملې شوې نه وي۔