ماسکو ۔21اکتوبر(اے پی پی)په افغانستان روس كښې شوي مشاورتي غونډه كښې ګډون كوؤنكو هېوادونو د ملګرو ملتونو ترسېوري لاندې د يو پراخه بنياد لرونكي نړيوال ډونر كنفرنس رابللو وړاندېز وركړې دې چې بنيادي مقصد ئې افغانستان د پوځي كارروائي كوؤنكو هېوادونو دلاسه د افغانانو د شوي زيان ازاله كول دي۔ په دې لړ كښې د روس ، چین ، پاکستان ، ایران ، هند ، قازقستان ، کرغزستان ، تاجکستان ، ترکمانستان او ازبکستان خصوصی استازو سره افغان عبوري حكومت د لوړې كچې يو پلاوي تېره ورځ ماسكو كښې ملاقات وكړو كوم كښې چې د شخړو نه وروستو په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د غونډې نه وروستو په جاري كړې شوي شريك بيان كښې د ډونر كنفرنس زر تر زره په رابللو زور راوړلې شو۔ د ماسكو په درېمه غونډه كښې فريقېنو د افغانستان د خپلواكۍ ٬ آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام كولو له د خپل لوظ پخلې وكړو۔ په كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو هېوادونو په موجوده افغان مشرتابه زور راوړو چې هغه د حكومت بهتر جوړولو له لا ګامونه پورته كړي۔ په دې كنفرنس كښې په افغان مشرتابه زور راوړلې شو چې هغه د تل پاتي امن ٬ سلامتيا ٬حفاظت او د اوږدې مودې خوشحالۍ مشتركه هدفونه ترلاسه كړي او د نسلي ډلو ٬ مېرمنو او د كوچنيانو د حقونو احترام وكړي۔ افغانستان كښې په ناوړه معاشي صورتحال ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره فريقېنو د دې باور څرګندونه وكړه چې نړيواله ورورولي به د بيا ودانۍ عمل كښې د افغان اولس انساني او معاشي مرستې له خپلې هڅې فعاله كړي۔