مصر ٬ ترافيكي پېښه كښې 18 كسان مړه ٬ يو شمېر نور ژوبل

قاهرہ۔21اکتوبر(اے پی پی) په مصر كښې د يوې ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 18 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ سعودي رسنو د ځائي ميډيا حواله وركولو سره ووئيل دا پېښه د 6 اكتوبر سټي او الفيوم ترمينځه په ستره لاره د مني بس يو موټر سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې رامخې ته شوه په كومه كښې چې بس كښې ناست كسان مړه شول۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د مرستې ډلې د پېښی ځائې ته ورسېدې او ژوبل شوي روغتون ته منتقل كړل۔