افغانستان ٬ ترافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه ٬ 4 ژوبل

کابل ۔21اکتوبر(اے پی پی)د افغانستان په بدخشان ولايت كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 4 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې د صوبائي انتظاميې يو عهدېدار قاري انعام الله انعامي ووئيل چې د افغانستان په قطبي ولايت بدخشان كښې يو ګاډې ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كَښې ئې 6 مسافر په ځائې مړه او 4 نور ژوبل شوي۔ د عهدېدار لمخې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 12 كسان يفتل پائين اولسوالۍ ته راون وو چې د سفر په مهال د دوئي ګاډې د صوبائي سرښار فېض آباد نه بهر كندې ته پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 4 نور ژوبل شول۔ عهدېدار زياته كړه چې د پېښې سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔