د افغانستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام دې وكړے شي٬افغان حكومت سره دې د عملي مرستې څرګندونه وكړې شي۔د ماسكو فارمېټ شريكه اعلاميه

ماسكو 20 اکتوبر(اے پي پي)د ماسكو فارمېټ ګډون كوونكو وئېلي دي د افغانستان د خپلواكۍ٬آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام دې وكړے شي٬افغان حكومت سره دې د عملي مرستې څرګندونه وكړې شي٬د افغان اولس فوري مرستې لپاره دې شريكې هڅې وكړې شي۔ګډون كوونكو د افغانستان معاشي بحالۍ او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د ډونر كنفرنس رابللو غوښتنه هم وكړه۔په غونډه كښې سوله ايز٬آزاد٬ ترهه ګرۍ او د نشه اي توكو څخه پاك او د بشري حقونو عملي كونكې افغانستان سلامتيا او د خپلواكۍ احترام سره د مرستې د عزم څرګندونه شوې۔د ماسكو فارمېټ په غونډه كښې شريكو هېوادونو د شورو په ورځ شريكه اعلاميه جاري كړې۔په اعلاميه كښې د افغانستان په اوسني حكومت د ټول شموله حكومت تشكيل لپاره د ګورننس په بهترۍ زور راوړلې شوې او وئېلې يې دي چې اوسنې افغان مشرتابه دې اعتدال خوښې كورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ خپلې كړي۔افغان مشرتابه دې پائيدار امن لپاره ګاونډيانو هېوادونو سره د دوستۍ پالېسي عملي كړي۔د اوږدې مودې خوشحالۍ لپاره دې د افغان ډلو٬مېرمنو او د ماشومانو د حقونو احترام وكړے شي۔د غونډې ګډون كونكو په افغانستان كښې په انساني اعلاميه او په معاشي بدحالۍ سخته اندېښنه ښودلو سره د افغانستان پرمختګ او معاشي بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د ډونر كنفرنس رابللو وئېلي دي۔په اعلاميه كښې په افغانستان كښې د كالعدم ترهه ګرو ډلو په كاروائيو اندېښنه هم ښودلې شوې ۔دغسې په اعلاميه كښې د افغانستان خاوره د ګاونډيانو هېوادونو او د نورې نړۍ په ضد د نه كارېدو د لوظونو په عملي كېدو د خوشحالۍ څرګندونه وكړی شوه۔د يادونې وړ ده د افغانستان په اړه د ماسكو فارمېټ درېمه غونډه د شورو په ورځ د روسيې په پايه تخت ماسكو كښې د روسيې په كوربتوب كښې وشوه۔په غونډه كښې د چين٬پاكستان٬ايران٬قزاخستان٬تركمانستان٬ازبكستان٬هند٬ تاجكستان٬كرغزستان او د افغانستان د لوړې پاې پلاويو ګډون كولو۔دغسې په غونډه كښې د افغانستان لپاره د پاكستان ځانګړي استازي سفير محمد صادق د پاكستان نمائندګي كوله