کابل۔20اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په باميان ولايت كښې هم د انجونو تعليمي ادارې پرانستلې شوي ٬ دې نه وړاندې په 5 قطبي ولايتونو كښې د انجونو تعليمي ادارې پرانستلې شوې وې۔ د افغان ميډيا له مخې په اونۍ كښې درې ورځې د تدريس عمل كېږي۔ انجونو ته مېرمنې استادانې سبق ښائي ۔ د افغانستان د تعليم وزارت تر دې دمه د هائي سكولونو او كالجونو پرانستلو اعلان نه دے كړے۔ بلخوا افغان حكومت وئيلي دي ګرد هېواد كښې به د انجونو تعليمي ادارې ډېرې زر پرانستلې شي۔