د افغان نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې پلاوې كنفرنس كښې ګډون له روسيه ته ورسېد

ماسکو۔20اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان عبوري حكومت پلاوې د نائب وزيراعظم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ كښې ماسكو كنفرنس كښې ګډون لپاره روسيه ته رسېدلے۔ په كنفرنس كښې به د افغانستان سباؤن په اړوندو مهمو چارو خبرې كولې شي۔ د پي ټي وي له مخې كابل كښې د روسيه سفارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي د افغانستان صورتحال ته پام ګرځولو له د شورؤ په ورځ يوه مهمه نړيواله غونډه كېږي۔ په كنفرنس كښې افغانستان ، روس ، چین ، پاکستان ، ایران ، هند ، او د منځنۍ آسيا هېوادونو او نورو ته د ګډون بلنه وركړې شوې ۔ بيان كښې وئيلې شوي په غونډه كښې به د افغانستان په داخلي صورتحال او د بيا ودانۍ په باوري كولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ هيله ده چې دې غونډه كښې 11 هېوادونه ګډون وكړي۔