نائیجیریا ، د پوځ او امنيتي ځواكونو په ګډه كارروائي ٬ 50 نه زيات وسله وال ووژل شول

ابوجا۔20اکتوبر(اے پی پی) د نائیجیریا په قطبي لوئيديز ولايات كدونا كښې د پوځ او امنيتي ځواكونو په ګډه كارروائۍ كښې د 50 نه زيات وسله وال وژلې شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادرې د نائیجیریا د داخلي چارو كمشنر سېموئیل ارووان حوالې سره وئيلي چې تېره ورځ د كدونا رياست په برنين ګواري لوكل ګورنمنټ سيمه كښې پوځ او امنيتي ځواكونو په ګډه فضائي او زمكيزه كارروائي وكړه چې په نتيجه كښې ئې 50 نه زيات وسله وال ووژلې شؤ۔ د رپورټ لمخې په نائيجيريا كښې دا مهال د وسله والو د بريدنو لړۍ روانه ده چې په نتيجه كښې ئې د زرګونو په شمېر كسان مړه او ګڼ شمېر نور تښتولې شوي دي