د عشره رحمة للعالمين ﷺ مباركې دستورې د هېواد سلامتيا اوسوكالۍ لپاره دعاګانو سره پايې ته ورسېدې

ګلګت۔20اکتوبر (اے پی پی) د عشرہ رحمت للعالمینﷺ په لړ كښې د وزيراعظم عمران خان د هداياتو په رڼا كښې په وزراعلیٰ سېکرېټرېټ ګلګت بلتستان كښې د عشره رحمة للعالمين ﷺ مباركې دستورې د هېواد سلامتيا اوسوكالۍ لپاره دعاګانو سره پايې ته ورسېدې۔ د 12ربیع الاول مناسبت سره شوې دې درې ورځنو دستورو كښې علماﺀ كرامو ٬ شاعرانو ٬ دانشورانو ٬ مشرانو او ګڼ شمېر عام وګړو ګډون وكړو۔ د پايې دستورې ته خپل خطاب كښې د ګلګت بلتستان اعلی وزير خالد خورشيد په دستورو كښې د ګډون په كولو د علماﺀ كرام ٬ نعت خوانانو ٬ شاعرانو ٬ دانشورانو او عامو وګړو مننه وكړه۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په پېغمبر علېه السلام زمونږ لېږلې سلام او درود قبول كړي ٬ زمونږ ستونزې دې لرې كړي٬ هېواد دښمنه دې په خپلو ارادو كښې ناكامه كړي او مسلمانانو ته دې د يو موټې كېدو توفيق وركري۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا او سوكالۍ له خصوصي دعا هم وكړې شوه۔