د ربيع الاول په 12مه نېټه به مونږ په ټول هېواد كښې د خپل رسول مكرم صلی الله عليه وآله وسلم د ولادت ورځ عيد ميلاد النبي په زړه پور ډول لمانځو۔ وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 18 اکتوبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د ربيع الاول په 12مه نېټه به مونږ په ټول هېواد كښې د خپل رسول مكرم صلی الله عليه وآله وسلم د ولادت ورځ عيد ميلاد النبي په زړه پور ډول لمانځو۔د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل د عيد ميلاد النبي په مناسبت به صدر د نهې په ورځ سهار د يوې دستورې كوربتوب كوي او زه به ماسپښين په كنونشن سنټر كښې د دې بابركت ورځې لمانځلو شرف ترلاسه كوم۔انشاﺀالله