صدر ډاكټر عارف علوي سره د جاپان موده ترسره كونكي سفير ملاقات

اسلام آباد 18 اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان جاپان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او مرستې ته لا پراختيا وركول غواړي ځكه چې په بېلو څانګو كښې د اړيكو مخ په وړاندې بوتللو ډېر امكانات موجود دي٬پاكستان په كاروبار كښې ښې موقعې وړاندې كړې او د جاپان كمپنۍ د معيشت په بېلو څانګو په خاص توګه كركيله ٬آټو موبائل٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬ټېكسټائل٬اېس اېم ايز او توان په څانګو كښې د كاروباري ماحول څخه ګټه پورته كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه صدر په پاكستان كښې د جاپان موده ترسره كونكي سفير كونينوري متسودا سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د ګل په ورځ هغه سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔صدر ووئيل د پاكستان او جاپان ترمينځه ښې اړيكې شته او دواړو هېوادونو له د شريكې خوښې په څانګو كښې د ښو اړيكو ضرورت دے۔ده د جاپان حكومت په جے ډي اېس سكالرشپ پروګرام كښې د پاكستان د شاملولو د پريكړې هركلے وكړو چې له مخې به يې د پاكستان 20 زده كوونكو ته د جاپان په پوهنتونونو كښې د ګريجوېشن كولو موقع وركولې شي۔د جاپان سفير صدر خبر كړو پاكستان د كبانو او د زرعي مصنوعاتو په لويو برآمد كوونكو هېوادونو كښې شامل دے چې پكښې وريژې٬كهجور٬تېل٬آم٬ګوارګم٬كيكړې او مالګه شامله ده۔ده ووئيل كال 2022 كښې به د پاكستان او جاپان ترمينځه د سفارتي اړيكو 70مه سالګره لمانځلې شي۔هيله ده چې دواړه هېوادونه به په مناسب ډول سالګره ولمانځي۔دغسې صدر سفير ته په پاكستان كښې په موده ترسره كولو مباركي وركړه او د هغه پاك جاپان اړيكو لا مستحكمولو لپاره هڅې يې وستائېلې