په اوسني دور كښې اسلامي امت ته د پېښو ستونزو او په خاص توګه ټولنه كښې د انتشار، نفاق، ظلم او ناانصافې يواځنے حل په سيرت طيبه صلی الله عليه وآله وسلم كښې موجود دے. د صدر ډاكټر عارف علوي د 12 ربيع الاول په موقع د قام په نامه پېغام

اسلام آباد 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حضور صلی الله عليه وآله وسلم د مساوات، ورورولې، عدل او انصاف په بنياد ټولنه تشكيل كړې وه، نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د رنګ، نسل، كورنۍ، ژبې او وطن نه پرته يو امت او ملت جوړ كړے ؤ، په اوسني دور كښې هم اسلامي امت ته د پېښو ستونزو او په خاص توګه په ټولنه كښې د انتشار، نفاق، ظلم او ناانصافې يواځنے حل په سيرت طيبه صلی الله عليه وآله وسلم كښې موجود دے، د حكومت لخوا پاكستان د مدينې رياست په طرز د يو مثالي فلاحي مملكت جوړولو هڅې د ستائنې وړ دي. د 12م ربيع الاول 1443ھ / 2021م په مهال د قام په نامه په خپل پېغام كښې صدر ووئيل د 12م ربيع الاول د خوشحالې او بركت په موقع پاكستاني قام او ملت اسلاميه له مباركي وركوم. بايد مونږ د الله تعالٰی شكر وكړو چې هغه د حضرت محمد خاتم النبيين صلی الله عليه وآله وسلم په مبعوث كولو په انسانيت احسان وكړو او مونږ ته ئې د هغه د امتي كېدو شرف راكړو. ده ووئيل الله تعالٰی نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم ټولو جهانونو لپاره د رحمت په توګه مبعوب كړے. د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم اطاعت او فرمانبرداري په دواړو جهانونو كښې د كاميابۍ كنجي ده. ده ووئېل حضور صلی الله عليه وآله وسلم سره محبت د هر مسلمان د ايمان برخه ده. الله رب العزت نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم ټولو انسانانو لپاره بشير، نذير، نبي امي، سراج منير او رحمته للعالمين جوړ كړے. صدر عارف علوي ووئيل نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم انسانيت د الله تعالٰی په وحدانيت راټول كړو او په عالم انسانيت ئې د دنيا او اخرت د فلاح او كامرانې رازونه څرګند كړل. دا د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم اعجاز دے چې د ځان دښمنان ئې د يو بل خېرخواه كړل. صدر ووئېل نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د لسيزو نه يو بل سره په جنګ قبائل د مدېنې رياست د فلاحي نظم برخه جوړ كړي وو. نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د قبائيلي عصبيت او قوميت بتان ذرې ذرې كولو سره د دغې په ځائ د مساوات، ورورولې، عدل او انصاف په بنياد ټولنه تشكيل كړې وه. صدر ووئېل نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم د رنګ، نسل، كورنۍ، ژبې او وطن نه بالاتر يو امت او ملت جوړ كړے ؤ، داسې فلاحي رياست ئې جوړ كړے ؤ چې پكښې د امير او غريب حقونه يو برابر وو. په اوسني دور كښې هم اسلامي امت ته د پېښو ستونزو او په خاص توګه په ټولنه كښې د انتشار، نفاق، ظلم او ناانصافې يواځنې حل په سيرت طيبه صلی الله عليه وآله وسلم كښې موجود دے. ده ووئيل د حكومت لخوا پاكستان د مدينې رياست په طرز د يو مثالي فلاحي مملكت جوړولو هڅې د ستائنې وړ دي. ده ووئيل د اسلام د رښتيني تصور څخه خبرتيا لپاره مونږ له د سيرت طيبه صلی الله عليه وآله وسلم نه ځان خبرول ضروري دي او زه هيله لرم چې حكومت به دې لپاره ټولې وسيلې په كار راولي. زما دعا ده چې الله دې د رياست مدينه خوب له زر تعبير وركړي.