خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د ايران خپل هم څنګ حسېن امير عبدالهيان ټېليفوني تماس

اسلام آباد 18 اکتوبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د ايران خپل هم څنګ حسېن امير عبدالهيان د ګل په ورځ ټېليفوني تماس نيولے ۔د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په سيمه ايز او په خاص توګه د افغانستان رامخې ته شوي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ايران خارجه وزير د پاكستان خپل هم څنګ شاه محمود قرېشي له راتلونكې اونۍ په تهران كښې د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو د خارجه وزيرانو په متوقع غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔خارجه وزيز په”سيمه ايزه كچه شريكه تګلاره خپلولو په اړه د پاكستان د اقدام تائيد او په ملاتړ د ايران خارجه وزير مننه وكړه او په مهمه غونډه كولو ئې د ايران خارجه وزير له مباركي وركړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان په اړه زمونږ نقطه نظر مماثلت لري او زمونږ همغږي خوشبينه ده ۔شاه محمود قرېشي ووئېل په افغانستان كښې د امن لپاره په سيمه ايزه توګه مرسته ضروري ده او په افغانستان كښې د معاشي بحران مخ نيوي لپاره د شريكې هڅو ضرورت دے