شاه محمود قريشي په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د كشميريانو د ماورائے عدالت قتل سخته غندنه وكړه

پېنډې 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د كشميريانو د ماورائے عدالت قتل سخته غندنه كړې. د ګل په ورځ په يو ټويټ كښې خارجه وزير ووئيل د هند رياستي ترهګري او وحشيانه پوځي محاصره د خپلواكې حق لپاره د هڅې كوونكي كشميري اولس عزم او حوصله نه شي كمزورې كولې. ده ووئيل پاكستان به د آزادې هڅو لپاره د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي.