وزيراعظم عمران خان سره د جاپان سفير كونينوري مستواد ملاقات

APP76-181021 ISLAMABAD: October 18 - H.E. Kuninori Matsuda, Ambassador of Japan to Pakistan called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان جاپان سره د خپلو معاشي، تجارتي، پرمختيائي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو عزم څرګندولو سره وئيلي دي پاكستان جاپان سره د شريك اعتماد او تفاهم په بنياد دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ په پاكستان كښې د جاپان سفير كونينوري مستودا سره په خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره ملاقات كولو. وزيراعظم سفير ته په پاكستان كښې په خپله موده پوره كولو مباركي وركړه او د هغه راتلونكو ذمه وارو لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه. سفير د جاپان نوي وزيراغظم ته په خط ليكلو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه. وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان جاپان سره د شريك اعتماد او تفاهم په بنياد دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، مونږ جاپان سره په معاشي، تجارتي، پرمختيائي او د سرمايه كارې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو عزم لرو. په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه دے. ده په نړيواله ټولنه زور راوړو چې هغوي د افغانستان نوې انتظاميې سره رابطه وساتي او په سمدستي توګه د انساني مرستې بحالۍ او د افغانستان د منجمد اثاثو ريليز پشمول د اقتصادي تباهې مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي. ده د قومي تفاهم او د يوې جامع سياسي ډهانچې په اهميت هم زور راوړو. دغسې د جاپان سفير جاپان سره د اړيكو لا مستحكم كولو او په منطقه كښې دننه او بهر د امن او استحكام په ملاتړ كښې په مهم كردار ترسره كولو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه. د جاپان سفير د جاپاني او نورو وګړو د افغانستان څخه په وتلو كښې په مرسته كولو هم د پاكستاني حكومت مننه وكړه.