حكومت عام وګړي ته رېليف وركولو لپاره ټارګټډ سبسډي وركول غواړي ٬په ګرانۍ كښې اوسنے زياتوالے د پاكستان نه نړيواله مسئله ده٬په نړۍ كښې د پیټروليم مصنوعات بيعه او ګراني د پاكستان نه هم زياته ده۔د اسد عمر خبري كنفرنس

APP77-181021 ISLAMABAD: October 18 - Federal Minister for Planning, Development and Special Initiatives Asad Umer addressing a press conference. APP

اسلام آباد18 اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي حكومت عام وګړي ته رېليف وركولو لپاره ټارګټډ سبسډۍ وركول غواړي ٬په ګرانۍ كښې اوسنے زياتوالے د پاكستان نه بلكې نړيواله مسئله ده٬په نړۍ كښې د پیټروليم مصنوعات بيعه او ګراني د پاكستان نه هم زياته ده۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل په ټوله نړۍ كښې د ګرانۍ خبره كېږي٬په ټوله نړۍ كښې د خوراك او څښاك څيزونو په بيعو كښې زياتوالے راغلے ٬ګراني ولې شوه٬تېر كال د غېر معمولي آفت سره مخ شو۔نړۍ ناڅاپي بنده شوه٬د څيزونو رسنه زياته وه او استعمال يې كم شو خو مونږ داسې تګلارخه جوړه كړه د كومې چې نړۍ ستائنه وكړه۔ده ووئيل مونږ د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي خپله كړه٬مونږ مكمل بندېز ونه لګولو۔ده ووئيل په نړۍ كښې سخت بندېزونه ولګېدل٬اروپائي ائتلاف هند٬چين او نور هېوادونه ډېر وځپلے شول كله چې په نړۍ كښې حالات معمول ته راغلل نو د خوراك او څښاك څيزونو طلب زيات شو او څيزونه كم شول۔وفاقي وزير ووئيل په ګرانۍ قابو موندلو لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي۔ده ووئيل په راتلونكو يو څو ورځو كښې به د ټارګټډ سبسډۍ تفصيلات مخې ته راشي٬په دې لړ كښې كار بشپړ شوے ۔ډېر زر به وزيراعظم په دې خبرې وكړي او د نومبر تر آخر به رېليف وركړے شي