د ډي جي آئي اېس آئي ټاكنې په معامله سول او عسكري مشرتابه په يو پیج دي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د تحريك انصاف د پارليماني پارټۍ غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ

APP27-141021 ISLAMABAD: October 14 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing a press conference outside Parliament House. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 14 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د ډي جي آئي اېس آئي ټاكنې په معامله سول او عسكري مشرتابه په يو پیج دي٬د پاكستان په تاريخ كښې د سول او عسكري مشرتابه دومره ښې اړيكې كله هم نه دي پاتې شوې لكه څومره چې اوس دي٬د دې كرېډېټ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه لري٬افغانستان دې يوازې پرې نه ښودلے شي٬په افغانستان كښې د عدم استحكام صورتحال ټولې نړۍ لپاره د زيان وړ جوړیدے شي۔ده دا خبرې تېره ورځ د پاكستان تحريك انصاف د پارليماني پارټۍ غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل د نومبر په مياشت كښې درې لويې پروګرامونه پېل كولې شي چې پكښې صحت كارډ٬كسان كارډ او احساس كارډ شامل دي۔ده ووئيل وزيراعظم ټولو غړو ته هدايت كړے چې د 12م ربيع الاول ورځ دې په زړه پورې ډول ولمانځلې شي۔ده ووئيل د پارليماني پارټۍ په غونډه كښې د افغانستان صورتحال ته پام لرنه شوې ۔وزيراعظم د پارليماني پارټۍ غړي د افغانستان په صورتحال په اعتماد كښې اخستي۔پاكستان دريځ لري چې افغانستان دې يوازې پرې نه ښودلے شي ٬ بايد د انساني همدردۍ په بنياد د افغانستان مرسته روانه وساتلې شي۔ده ووئيل مونږ افغانستان لپاره په ويزه كښې آسانۍ وركړي٬افغانستان سره مو تجارت زيات كړے٬مونږ په افغانستان كښې د خپلو وروڼو مرسته كوو٬مونږ غواړو چې نړۍ هم افغانستان يوازې پرې نه ږدي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د عدم استحكام صورتحال ټولې نړۍ لپاره د زيان وړ جوړیدے شي