د ښېرازه او زرعي زمكې كارولو كښې د بدلون مخ نيوي لپاره دې په قانون سازۍ كښې تندي راوستلې شي٬كېډسټرل ميپنګ به د مستند لينډ رېكارډ ډېټا بيس په پرمختګ كښې مرسته كونكے ثابت شي٬د نيا پاكستان هاؤسنګ پروګرام له مخې د روزګار دوه نيم لكه موقعې راپیدا شوي۔وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 14 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د ښېرازه او زرعي زمكې په كارولو كښې د بدلون مخ نيوي لپاره دې په قانون سازۍ كښې تندي راوستلې شي٬كېډسټرل ميپنګ به د مستند لينډ رېكارډ ډېټا بيس په پرمختګ كښې مرسته كونكے ثابت شي٬د نيا پاكستان هاؤسنګ پروګرام له مخې د روزګار دوه نيم لكه موقعې راپیدا شوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په خپله مشرۍ كښې د كورونو٬ودانو او پرمختګ په اړه د رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د اوسنو او نوو پروژو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ غونډې ته د پاكستان سرويئر جنرل ميجر جنرل شاهد پروېز بريفنګ وركړو۔په دې موقع وزيراعظم صوبو او وفاقي حكومت ته هدايت وكړو چې د ښېرازه او زرعي زمكې په كارولو كښې د بدلون مخ نيوي لپاره دې په قانون سازۍ كښې تندي راوستلې شي۔ده ووئيل كېډسټرل ميپنګ به د مستند لينډ رېكارډ ډېټا بيس په پرمختګ كښې مرسته كونكے ثابت شي٬د نيا پاكستان هاؤسنګ پروګرام له مخې د روزګار دوه نيم لكه موقعې راپیدا شوي