مونږ په خپل سپريم كورټ او چيف جسټس وياړ لرو ٬زمونږ عدالتونه د بشري حقونو د نفاذ نوي معيارونه جوړوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ټوېټ

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي زمونږ د ګاونډي هېواد عدالتونه د كركې خپرونكو او انتهاخوښو په لاسونو كښې دي٬ مونږ په خپل سپريم كورټ او په چيف جسټس وياړ لرو ٬زمونږ عدالتونه د بشري حقونو د نفاذ نوي معيارونه جوړوي۔۔د شورو په ورځ د نامتو كار پوهه او خبريال ابوذر سلمان خان نيازي د ټوېټ په ځواب كښې وفاقي وزير دا ټوېټ وكړو په كوم كښې چې ابوذر سلمان خان نيازي وئېلي وو د پاكستان چيف جسټس په يوه مياشت كښې دننه په كرك كښې د هندومندر په سوځولو كښې د ككړو تورونو څخه د 33 ملينه روپو وصولولو امر كړے۔چيف جسټس وئېلي دي اقليتي هندو ټولنه خپل مندر بېرته جوړولې شي۔د پاكستان عدليه تر ټولو ښه ده۔