د پاكستان او ايران پوله د امن او دوستۍ پوله ده٬په پوله د امنيت زياتوالي او سرحدي بازارونو جوړولو سره به د سيمې د اولس آمدن زيات شي۔وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان او ايران پوله د امن او دوستۍ پوله ده٬په پوله د امنيت زياتوالي او سرحدي بازارونو جوړولو سره به د سيمې د اولس په آمدن هم زيات شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د پاكستان په دوره راغلي د ايران چيف آف جنرل سټاف ميجر جنرل محمد باقري سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ايران د وسله والو ځواكونو د مشر هركلے وكړو۔وزيراعظم په دوه اړخيزه تجارتي اړيكو كښې اضافې لپاره د پاكستان عزم څرګندولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصاد او توان په څانګو كښې د مرستې وده هم ضروري ده۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د تېر يو كال په مهال د پاكستان او ايران په پوله دوه نور كراسنګ پوائنټس پرانستلے شوي چې ورسره د پولې په دواړو خوا تګ راتګ زيات شوے۔وزيراعظم د كشمير په مسئله د ايران د مرستې ستائنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د افغانستان د ګاونډيانو په حېث په افغانستان كښې د امن او استحكام نيغ په نيغه آغېز په پاكستان او ايران كېدېشي۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن او استحكام غواړو۔وزيراعظم نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې هغوي د افغانستان څخه مثبتې هيلې ولرلي او په انساني بنيادونو په سمدستي توګه مرسته وكړي او افغانستان د ديواليه كېدو څخه بچ كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده د افغانستان د مالي اثاثو د غېر منجمد كولو په ضرورت هم زور راوړو چې د لارې يې د ژمي راتللو نه وړاندې د افغانانو مرسته كېدې شي۔وزيراعظم په افغانستان كښې د قامي صلحې او جامع سياسي حل په اهميت هم زور راوړو او وې وئېل تېره مياشت د افغانستان د شپږو ګاونډيانو هېوادونو په جوړ شوي پليټ فارم د پاكستان او ايران نزدې مرسته ضروري ده۔وزيراعظم عمران خان د ايران صدر رئيسي ته د مباركۍ پېغام هم وركړو او هغه له ئې يو ځل بيا د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔