په ټول هېواد كښې به 12 ربيع الاول په عقيدت او احترام سره لمانځلے شي۔ د وزيراعظم عمران خان د 12 ربيع الاول دستورو چمتوالي نيولو په اړه غونډې ته وېنا

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په ټول هېواد كښې به 12 ربيع الاول په عقيدت او احترام سره لمانځلے شي٬په هېواد كښې به په دې اړه دستورې كولې شي٬په اسلام آباد كښې به د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه دستوره كېږي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د 12 ربيع الاول دستورې تيارو په اړه د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د 12 ربيع الاول چمتوالي نيولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو فواد چوهدري٬نورالحق قادري٬شفقت محمود٬خاص مرستيال شهباز ګل٬عثمان ډار٬سېنېټر فيصل جاوېد٬د قامي اسمبلۍ غړي عامر محمود كياني او اړوند افسرانو ګډون كولو۔دغسې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬سېنېټر سېف الله نيازي او ډاكټر عطاﺀالرحمان د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو