خصوصي كسانو له يو برابر موقعې وركولو لپاره د خاص اقداماتو ضرورت دے. صدر ډاكټر عارف علوي

كراچې 13 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي خصوصي كسانو له يو برابر موقعې وركولو لپاره د خاص اقداماتو ضرورت دے، خصوصي كسان زمونږ د ټولنې ډېره مهمه برخه ده، د بصارت څخه محروم ماشومان د ټېكنالوجې د لارې د نورو ماشومانو غوندې متحرك كېدے شي، د بصارت څخه محروم په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي په نړيواله اداره كښې د هېواد نوم روښانه كړے، تعليمي ادارو او ښوونكو ته به د بصارت څخه د محرومو ماشومانو د تربيې ذمه واري پغاړه اخستل وي.ده دا خبرې د شورو په ورځ د بصارت څخه محروم زده كوونكو لپاره د فټ بال سټېډيم پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه. صدر ووئيل خصوصي كسان زمونږ د ټولنې ډېره مهمه برخه ده، د ژبې نه علاوه هم ځينې څيزونه داسې وي كوم چې زمونږ جذبات او احساسات يو بل ته رسوي، زما كوشش دے چې خصوصي كسانو ته زياتې اسانۍ وركړې شي، دوي لپاره به مونږ له پالېسې وضع كول وي او په دې لړ كښې به په هر يو سكول كښې د ښوونكو د تربيې هم ضروت وي. ده ووئيل په ننني جديد دور كښې په نړۍ كښې داسې آلات موجود دي د كومو د لارې چې تاسو معلومات ترلاسه كولې شې ، د سمارټ فون د لارې تاسو چې څومره غواړې ، كتابونه لوستلے شې . ده ووئيل د بينائې څخه محروم كسان كه هر څو ليدل نه شي كولې خو داسې كسان بشپړ صلاحيتونه لري، صدر په دې لړ كښې مثال وړاندې كولو كښې ووئيل په ملګرو ملتونو كښې د بصارت څخه محروم د پاكستان استازي د جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې د برېل څخه په لوسته كولو غوره وېنا كړې، تېره كال د هغه ورور كوم چې يو جج دے ورله صدارتي ايوارډ وركړے شو۔ ده ووئيل په امريكا كښې په نيوكليئر فزكس كښې پي اېچ ډي كوونكے پاكستانے عاقل سجاد هم د بصارت څخه محروم دے. صدر مملكت ووئيل د ټولو پاكستانيانو ذمه واري ده چې كوم كس د محرومې ښكار نه شي. ده ووئيل خاص كسان نه شي نظرانداز كېدے، مونږ ته به د دوي د ژوند معيار ښه كولو او دوي ته په ټولنه كښې بشپړه او فعاله كردار ترسره كولو لپاره موقعې وركول وي