د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګلګت بلتستان د مربوطې پرمختيائي پروژې د پرمختګ جاج اخستو په اړه غونډه

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د مالي او انتظامي اختياراتو وركړه باوري كولو لپاره مو په بېلا بېلو پروژو د كار رفتار ګړندي كولو ته پام ګرځولے، ګلګت بلتستان ته غوره مواصلاتي اسانۍ وركولو لپاره دې اقدامات وكړے شي. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګلګت بلتستان د مربوطې پرمختيائي پروژې د پرمختګ جاج اخستې په اړه غونډه د شورو په ورځ وشوه. په دې موقع وزيراعظم ووئيل مونږ په ګلګت بلتستان كښې په بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د كار رفتار ګړندي كولو ته پام ګرځولے چې دغسې د انتظامي او مالي اختيارات وركړه باوري كړې شي. وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې هغوي په دې لړ كښې ټول قانوني خنډان لرې كړي چې دغسې د ګلګت بلتستان خلقو ته اسانۍ وركړې شي كوم چې خپلو ستونزې حل كولو لپاره اسلام آباد ته رارسېدو لپاره اوږد سفر كوي. ده ځائي ابادې ته د مواصلات غوره اسانۍ وركولو لپاره زر تر زره د انټرنېټ رابطې وركولو هدايت هم وكړو. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول ګلګت بلتستان لپاره په پنځه كلن تاريخي پرمختيائي پېكج عمل پېل شوے د كوم اعلان چې حكومت د روان كال په پېل كښې كړے ؤ . د پېكج له مخې به 370 اربه روپې بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره ګلګت بلتستان ته وركولې شي.په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر، علي امين خان ګنډاپور، سيد امين الحق، بېرسټر فروغ نسيم، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد پشمول اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو.