اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزير مملكت زرتاج ګل، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او مليكه بخاري وئيلي دي د نواز شريف كورنۍ دې د ووټ، كوټ او قوانين احترام لپاره خپلو مقدمو ته وړاندې شي، شريفه كورنۍ دې د 25 اربه مني لانډرنګ ځواب وركړي، قام د دوي نورې ډرامې نه شي زغملې، مريم نواز يوه خود غرضه مېرمن ده چې د سياست مقصد ئې يوازې اقتدار دے، هغه د پولې په ساتونكو، د انصاف په ادارو او په ټاكلي شوي وزيراعظم بلا وجه نيوكې كوي، بايد د سزا شوې مجرمې ضمانت منسوخ كړے شي. د عدالتونو بهر د تقريرونو په ځائ دې مريم نواز د ايون فيلډ اپارټمنټ رسيدونه وركړي، د نواز شريف په شان دروغجن، مكار بل څوك نه شي كېدے، پاكستان د بحران څخه يوازې عمران خان رابهر كولې شي. د شورو په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې زرتاج ګل ووئيل مريم نواز د پاكستان په عدالتونو، محافظو ادارو نيوكې كوي، د مريم نواز په سياست كښې كوم عزت نشته، مريم نواز يوه مصدقه غله ده، د هغې په وجه مسلم ليګ ن په سېنېټ، كشمير، ګلګت بلتستان او ضمني ټاكنو كښې ماتې خوړلې. مريم نواز خپل سياسي حيثيت ښه كولو لپاره په عمران خان نيوكې كوي، عمران خان ته په هر نړيوال فورم بلنه وركولې شي او هغه په نړيواكه كچه اثر و رسوخ لري. دې ووئېل مريم نواز ته مسلم ليګ دا هدف وركړے چې هغه ادارې بدنامې كړي. هغې د عدالتونو نه بهر سركس او سياسي تهېټر لګولے وي. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ووئيل د خلقو مذهبي عقيدې په نخښه كول د افسوس وړ دي، دا هغه كورنۍ ده كومې چې تر ټولو وړاندې د بې نظير بهټو كردار كشي كړې وه، په جمائماخان ئې د دروغو كېسونه وكړل او د خپلو مخالفينو په مېرمنو او كورني ژوند ئې بهتان ولګولو، څوك ئې قادياني او څوك ئې غېر مسلم وګرځول. ده ووئيل د مريم نواز د شر نه د هغې پلار، تره او د ګوند پشمول څوك هم محفوظ نه دي، هغه د سلامتيا په ادارو هم نيوكې كوي. د خبري كانفرنس په مهال مليكه بخاري ووئيل د مريم نواز سزا په ځائ ده، د آئين او ادارو متنازع كولو كوم قانون هم اجازه نه وركوي. عدالت دې نوټس واخلي چې يوه سزا شوې مېرمن د عدالت نه بهر د پاكستان د انصاف په نظام او د پولې په ساتونكو نيوكې كوي.