مونږ ټولو له به په ګډه د اسلامي او خپلو معاشرتي اقدارو تر مخه د مېرمنو حقونو لپاره غږ پورته كول وي. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي د كوم يو كس كردار دې اسلامي اقدارو سره ونه تړلے شي، په اسلام كښې د مېرمنو په وراثتي حقونو زور راوړلے شوے، مونږ ټولو له به په ګډه اسلامي او د خپلو معاشرتي اقدارو تر مخه د مېرمنو حقونو لپاره غږ پورته كول وي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د اقليتونو او مېرمنو حقونو په اړه سيمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل بل كوم يو مذهب د اسلام نه زيات د مېرمنو او اقليتونو په حقونو زور نه راوړي، په اسلام كښې د مېرمنو په حقونو خاص زور راوړلے شوے. ده ووئيل په اسلام كښې د مذهب په اړه د كوم ډول منافرت تصور هم نشته. ده ووئيل د سيدنا عمر فاروق﴿رض﴾ په دور كښې د يروشلم د فتح په موقع چا د هغه نه پوښتنه وكړه چې د يروشلم د مسيحي او يهودي ټولنې سباٶن به څه وي نو حضرت عمر فاروق ﴿رض﴾ ځواب وركړو چې دوي به هم هغه حقونه لري كوم چې مونږ لرو، د دوي فرائض به هم هغه وي كوم چې زمونږ دي. ده ووئيل اسلام د امن او محبت دين دے.