نوې ډي جي آئي اېس آئي تعينات كولو له د وزيراعظم او پاك پوځ سرلښكر مشاورت بشپړ شوے٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير

اسلام آباد۔13اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان او د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ترمينځه د نوي ډي جي آئي اېس آئي تعينات كولو له د مشاورت عمل بشپړ شوے دے او د نوې تقررۍ پراسس پېل شوي دي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل يو وارې بيا سول او پوځي مشرتابه دا ثابته كړه چې د هېواد استحكام ٬ سلامتيا او پرمختګ لپاره ټولې ادارې يو موټې او يو برابر دي۔