د امريكې د هواوې جزيرې په جنوب كښې د 6.2 شدت زلزله٬د سونامي وراننګ نه دے جاري كړے شوے

لاس اينجلس 11اکتوبر(اے پی پی)په امريكا كښې د هواوې جزيرې په جنوب كښې 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د امريكې خبري اژانس ادارې د جيالوجيكل سروے په اړه وئېلي چې تېره ورځ د هواوې جزيرې په جنوب كښې د 6.2 شدت زلزله راغلې چې مركز ئې 35 كلوميټره زمكه كښې ژور ؤ۔ د زلزلې نه پس د ګڼ شمېر آفټر شاكس اطلاع هم ترلاسه شوې۔د زلزلې نه پس د هواوې ايمرجنسي مېنجمنټ ايجنسۍ په يو پرېس رېليز كښې وئېلي چې د پېسفك سونامي وارننګ سېنټر ټولو شمېرو په بنياد د سونامي كومه خطره نشته۔ د ځايې خبري اژانس ادارو له مخې د زلزلې له امله د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔