
اسلام آباد۔9اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاق ملاټړ به روان ساتؤ٬ د كشميري اولس حقونه او د مقبوضه كشمير خپلواكي د وزيراعظم عمران خان په ترجيحي ايجنډا كښې شامل ده٬ وزيراعظم عمران خان د آزاد كشمير په تعمير او پرمختګ او د اولس د سوكالۍ په منصوبو كښې خصوصي خوښي لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د آزاد جموں وكشمير صدر بېرستر سلطان محمود سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ بېرسټر سلطان محمود د اطلاعاتو وزير د امريكې خپلې اوسنۍ دورې تفصيلاتو نه هم خبر كړو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د آزاد كشمير پرمختګ او سوكالۍ په شمول د سېلګرۍ ودې له ګامونه پورته كولې شي ٬ ميرپور منګلا روډ به ډېر زر بشپړ شي چې ورسره به دينه نه تر ميرپور سفر كښې رامخې ته كېدونكې ستونزې لرې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل آزاد كشمير كښې د پي ټي وي باقاعده خپرونې پیل كولو سره به د كشميري اولس غږ ګردې نړۍ ته رسولې شي۔ هغه ووئيل پاكستان ټېلي ويژن به مقبوضه كشمير كښې د روانو ظلمونو او تشدد په ډاګه كولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ د آزاد جموں و كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود وفاقي وزير مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو روانو خلاف ورزيو نه هم خبر كړو۔ هغه ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ په حق او د هند د 5 اګست اقدام په شمول مقبوضه كشمير كښې په هندي ظلم او زياتي هم تفصيلي خبرې وشوې۔ د دواړو لارښودو ترمينځه د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔