په پنجاب كښې به د ربيع الاول مياشتې اولنۍ نېټې نه تر 12 مې نېټې شان رحمت اللعالمين لسيزه لمانځلې شي۔ خصوصي دستورې او محفلونه به كولې شي۔ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار

لاهور۔8اکتوبر(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار وئيلي دي د رحمت للعالمين شان بيانولو لپاره نه خو كوم قلم شته او نه كومه ژبه٬ د نبي آخر الزمان حضرت محمد (ص) تعريف او صفت بيانول لويې درناوې او انعام دے٬ انسان خو بياهم انسان دے ٬ فرشتې هم په نبي كريم (ص) درود او سلام لېږي او تر قيامت ورځې به دا لړۍ روانه وي٬ هر يو مسلمان د حضرت محمد (ص) شان بيانول خپل سعادت ګڼي۔ د دې د خيالاتو څرګنده هغه په ايوان وزيراعلی كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه صوبائي وزيران راجه بشارت ٬ پير سيد سعيد الحسن شاه ٬ راجه ياسر همايون ٬ پرنسپل سېكتر ٬ د اوقاف سېكتر ٬ د لوړو زده كړو سېكتر او نور اړوند چارواكي موجود وو۔ هغه ووئيل د پخوانو رواياتو مخ په وړاندې بوتللو سره د رحمت للعالمين شان بيانولو له ټوله لسيزه مخصوص كړې شوې ده۔ هغه ووئيل د پنجاب په جېلونو كښې به د دې لسيزې په مهال بنديوانو او عملې لپاره پرېزن پېکیج اعلان كولې شي۔ هغه ووئيل د دې لسيزې په مهال به په كورونا اېس او پيز عمل كولو سره دستورې كولې شي٬ په صوبائي كچه به نعيته مشاعره او د حسن نعت مقابلې كولې شي٬ دغسې د تحصيل او ډويژن په كچه به هم د شان رحمت للعالمين حوالې سره دستورې او محفلونه كېږي۔