په كركټ اېسوسي اېشن چېمپئن شپ كښی نن نور درې مېچونه كېږي

اسلام آباد۔07اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې د روان كركټ اېسوسی اېشنز چېمپئن شپ نور درې (درې ورځني)مېچونه نن د اكتوبر په 8 مه نېټه د جمعې په ورځ كولې شي۔ اولنے مېچ به د بلوچستان او سنټرل پنجاب ترمينځه په رانا نويد اكېډمي شېخوپوره ٬ دوهم د ناردرن او سندھ لوبډلو ترمينځه په اېل سي سي اے ګراؤنډ لاهور او درېم مېچ به د سدرن پنجاب او خېبر پختونخوا لوبډلو ترمينځه په اقبال سټېډيم فېصل آباد كښې كېږي۔ په دې چېمپئن شپ كښې ټولې 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې بلوچستان ٬ سنټرل پنجاب، ناردرن، سندھ، سدرن پنجاب او د خېبر پختونخوا لوبډلې شامل دي۔