د نيب چیئرمېن تعیناتۍ په اړه قانوني ډله كار كوي، آرډېننس كښې به ټول څيزونه رامخې ته شي، وزیر مملکت فرخ حبیب

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي د نيب چیئرمېن تعیناتۍ په اړه قانوني ډله كار كوي، آرډیننس كښې به ټول څيزونه رامخې ته شي، شهباز شریف بايد په سمدستي توګه د اپوزیشن لیډر چوكۍ څخه اخوا كړے شي، شهباز شریف لپاره دا مناسب نه ده چې د دې مشاورت برخه وګرځي، د حسین اصغر استعفیٰ د هغه خپله پريكړه ده۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د نهې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د نيب چیئرمېن د تعیناتۍ په معامله تر ټولو لوئې خنډ اپوزیشن لیډر پخپله جوړ شوے،كه شهباز شریف د اپوزیشن لیډر چوكۍ پرېښودله نو دا معامله په آسانۍ سره حل كيدې شوه۔ ده ووئيل د يو داسې كس سره د نيب چیئرمېن د تعیناتۍ په اړه مشاورت څنګه كيدے شي كله چې هغه پخپله د 7 اربه روپو نیب ریفرنس سره مخ وي ، 14 ګواهان هم وړاندې شوي او نیب د هغه په ضد كيس مخ په وړاندې بيائې