پېښور ۔5 اکتوبر(اے پی پی) سوات او شاوخوا ضلعو كښې د نهې په ورځ په يوه ورځ كښې دوه وارې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزله پېما مركز لمخې د زلزلې شدت 4.7 ، او زمكه كښې د دې ژوروالې 130 كلوميټره او مركز ئې د هندوكش غرئيزه لړۍ وه۔ د اولنۍ زلزلې شدت 4.1 درجه، زمكه كښې ژوروالې 180 كلوميټر او مركز ئې د افغان ٬ تاجكستان پولې ته نزدې سيمه وه۔