اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ ترسېوري لاندې د روان كركټ اېسوسی اېشنز چېمپئن شپ نور درې (درې ورځني)مېچونه د اكتوبر په 8 مه نېټه كولې شي۔ اولنے مېچ به د بلوچستان او سنټرل پنجاب ترمينځه په رانا نويد اكېډمي شېخوپوره ٬ دوهم د ناردرن او سندھ لوبډلو ترمينځه په اېل سي سي اے ګراؤنډ لاهور او درېم مېچ به د سدرن پنجاب او خېبر پختونخوا لوبډلو ترمينځه په اقبال سټېډيم فېصل آباد كښې كېږي۔ په دې چېمپئن شپ كښې ټولې 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې بلوچستان ٬ سنټرل پنجاب، ناردرن، سندھ، سدرن پنجاب او د خېبر پختونخوا لوبډلې شامل دي۔