د سكواش پخواني نړيوال چېمپئن جان شېر خان سره د غمرازۍ څرګندونه

اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د اسلام آباد فټ سال اېسوسی اېشن صدر رانا تنویر احمد د سکواش پخواني نړيوال چېمپئن جان شېر خان د ورور خان شېر خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔