پاكستان كينيا سره ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او دفاعي مرستې ته د ودې وركولو عزم لري٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان كينيا سره ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او دفاعي مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند لمخې خارجه وزير د نهې په ورځ د كينيا خپل همڅنګ ريچل اومامو سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او اقتصادي مرسته او افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كينيا سره خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ انګېج افریقا پالیسی زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ هغه ووئيل پاكستان كينيا سره ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارتي او دفاعي مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ خارجه وزير د اكتوبر مياشتې لپاره د سېكورټي كونسل د صدارت منصب په سنبالولو د كينيا خارجه وزير ته مباركي وركړه۔ دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په رامخې ته كېدونكې وضعه هم تفصيلي خبرې وكړې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د نزدې ګاونډي هېوادو كېدو په حېث افغانستان كښې په رامخې ته كېدونكي انساني او معاشي بحران ژوره اندېښنه لرؤ٬ كه افغانستان كښې وضعه لا خرابه شوه نو د افغان كډوالو مسئلې سره سره زيات شمېر نور مضمرات به رامخې ته شي٬ ضرورت د دې خبرې دې چې نړيواله ورورولي د افغانانو انساني او معاشي مرستې لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي۔ خارجه وزير خپل کینین همڅنګ ته په نېروبي كښې سعودي عربستان ته د تللو په انتظار كښې د ناستو پاكستاني وګړو فوري مرستې كولو خواست وكړو۔ کینین خارجه وزير ریچل اومامو خپل پاكستاني همڅنګ ته په دې لړ كښې زر تر زره د هر ډول ممكنه مرستې كولو باور وركړو