د هالېنډ د كركټ لوبډله به راتلونكې مياشت د سوئيلي افريقې دوره كوي

اېمسټرډېم 04 اكتوبر (اے پي پي) د هالېنډ د كركټ لوبډله به راتلونكې مياشت د سوئيلي افريقې دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د درې يو ورځنو مېچونو سېريز كوي. د اعلان شوي شېډول له مخې د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبې مېچ به د نومبر په 26مه نېټه، دوهم مېچ به د نومبر په 28مه نېټه او دريم مېچ به د دسمبر په وړومبې نېټه كېږي.